د یوه شي افسوس کوم او ورته نارامه یم: د بې وطنۍ درد !

له پاکستان څخه خپل هېواد ته د تلونکو افغان کډوالو یو تصویر

روحي وضعیت مې د تېرو دوو کلونو په شان ده، بلکل لکه هغه وخت چې شپه مې د خوب لپاره نه خوښیده او ورځ د بیدارۍ او ژوند کولو لپاره.

اوس مې هم نه خوښیږي سترګې خلاصې کړم او بیا مې ذهن په تشویشونو او ناکراریو ډک شي .

نن غرمه شاوخوا 11 بجې زموږ پاکستاۍ ګاونډۍ چې هاجره نومیږي زموږ کور ته راغله د تل په شان مو روغبړ وکړ او کیسې مو پیل کړې .

زما ترور چې له موږ سره يو ځای اوسیږي راغله او زموږ په مجلس راګډه شوه ،د افغانستان او پاکستان د بېلابېلو رواجونو او ژوند موکیسې وکړې.

میرمن هاجرې ناڅاپه زموږ د خبرو په منځ کې وویل:" افغان کډوالو زموږ ښاري سیستم ګډوډ کړی دی ، ګوزڼ ناروغي له افغانستانه دلته راځي، ځکه افغانان یې واکسین نه کوي، د افغان کډوالو په خاطر زموږ هېواد کې قیمتي ده او هر څه ګران شوي .

زما ترور د پاکستاني پولیسو له چلند څخه سر وټکاوه او زیاته یې کړه چې افغانان بې نظمي او ګډوډي نه کوي، د افغانانو راتګ حتی د پاکستان اقتصاد لپاره ګټه هم لري ، افغانستان کې هر ماشوم واکسین کېږي،د پاکستان د بدبختیو پړه پر افغانانو مه اچوه.

د دې خبرو په ترڅ کې هاجرې له رېشخنده ډکه مسکا وکړه او ویې ویل: زړه مې کېږي چې همدا اوس پولیسو ته زنګ ووهم او ستا له شر څخه ځان خلاصه کړم.

تر اوسه نه پولیس راغلي او نه یې د کور نه شړو بهانه پیدا کړې ، خو زه د یوه شي افسوس کوم او ورته نارامه یم: د بې وطنۍ درد !

موږ هغه نسل یو چې خپل راتلونکي نسل ته به کیسې کوو چې زموږ خاوره ،هېواد،زموږ خوبونه او هیلې موږ نه غلا شوي وو، موږ هغه مهال مات شوو چې د ودې او شنه کېدو په حال کې وو، موږ یې مات او وران کړو.

موږ یې ذرې -ذرې کړو، د نړۍ هر ګوټ ته یې وارتولو او کیسه کې مو نه شول.

ښایې ووایو : زموږ زړونه یې ټپي کړل ، خو مرحم یې نه کړل!


ثمینه حفیظي