د راپورونو له مخې، په اسلام آباد کې چارواکو په پاکستان کې د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو په اړه د ورستي مهلت له پوره کیدو سره سم، د دې ښارپه یوه برخه کې د افغان کډوالو د خټین کورونو ورانول پیل کړي دي.
د افغان بستي په نوم د اسلام آباد په دې سیمه کې په زرګونو افغان مهاجر اوسي.
چارواکو دغه اقدام په پلازمېنه کې د غیرقانوني تیري کوونکو پرضد عملیات بللي دي.
چارواکو د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دغه کلي د بشپړورانولو لپاره به اساسي عملیات سبا چهارشنبې د نومبرپه لومړۍ نیټه پیل شي.
د پاکستان حکومت د روانې اوکتبرمیاشتې په لومړیو کې په دې هیواد کې میشتو بې اسناده کډوالو ته ویلي چې د اوکتوبرتر۳۱ له دې هیواده ووځي که نه په زوره به یې وباسي.
د امریکا، ملګروملتونو او نورو د بشري حقونو د سازمانونو له غوښتنو سره سره چې اسلام آباد دې د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه بیرته واخلي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه بهیربه د نومبر له لومړۍ نیټې پیل کړي.