د روغتیا نړیوال سازمان: په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده

د اسراییلو په بمباریو کې د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه. October 31, 2023

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زیاتې ګڼه ګوڼې، پراخې بې‌ځایه کېدو او د اوبو او بدرفتونو د بنسټونو ورانېدو له کبله په غزه کې یوه پراخه روغتیايي غمیزه پېښېدونکې ده.

د دغه سازمان ویاند کریسټین لینډمایر پرون په غزه کې د ملکیانو د مړینې د خطر د پراخېدو په باب هم خبرداری ورکړ چې په مستقیم ډول د اسراییل له بمباریو سره ارتباط لري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د حماس تر ولکې لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې پر دې سیمه د اسراییل د حملو له پیل سره څه باندې ۸۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

پر غزه د اسراییل حملې وروسته له هغې پیل شوې چې لومړی د اکټوبر میاشتې پر اوومه حماس ډلې پراخه حمله وکړه.

د حماس په هغه حمله کې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات نور یرغمل شول.