د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا لوبډلې سیالي لري

د جنوبي افریقا د لوبډلې د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د کرکټ د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د نیوزیلنډ او جنوبي افریقا ټیمونه په خپلو کې سیالي کوي.

دغه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه پیلېږي.

د دغو لوبو په لړ کې پرون پاکستان یوازې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره له بنګله‌دېش لوبه وګټله.

د کرکټ د سږکال د نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر میاشتې پر پنځمه په هند کې پیل شوي او د نومبر پر نولسمه ختمېږي.