د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ غزه روغتیایي ناورین سره مخ ده

د غزې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ

د روغتیا نړیوال سازمان په غزه کې د روغتیايي ناورین د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان نن وویل، له حده زیاته ګڼه ګوڼه، ډله ایزه بې ځایه کیدنه، او د اوبو او فاضلاتو د شبکو ویجاړیدل ددې ناورین سبب کیږي.

د دې سازمان ویاند کریسټین لینډمایر په داسې لاملونو د ملکیانو د مړینې د امکان خبرداری ورکړ چې په مستقیمه توګه پر غزه د اسرایلو له بمباریو سره تړاو نه لري.

اخوا په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د جګړې له پیل راهېسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر 8300 تنو ته رسیدلی دی.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د اکټوبر په اوومه نیټه فلسطیني حماس ډلې د اسراییلو په جنوب کې په یوه بېساري برید کې 1400 کسان ووژل او 200 نور یې یرغمل کړل.

د اسراییلو پوځ پر غزه له پرلپسې هوايي بمباریو وروسته تېره اونۍ دغلته مځکني عملیات پیل کړل.