یو شمېر افغان دیني عالمانو او قومي مشرانو له پاکستانه د کډوالو ایستل وغندل

له پاکستان څخه یو شمېر تازه ایستل شوي افغان کډوال

د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو د پاکستان له‌خوا په بېړه د افغان کډوالو ستنول وغندل او ترې ویې غوښتل،چې د افغانانو له جبري اخراج او د هغوی له ځورولو لاس واخلي.

دوی چې نن په کابل کې راټول شوي وو، یوې خبري غونډې ته یې وویل، په بېړه د میلیونونو افغان کډوالو ایستل او د سوداګریزو او نورو مسایلو د حل و فصل کولو فرصت نه ورکول به د دواړو گاونډیو هېوادونو پر اړیکو خورا منفي اغېز وکړي.

دغو دیني عالمانو او قومي مشرانو دا هم وویل چې د پاکستان له‌خوا په جبري توګه د لکونو افغانانو ایستل د جدي لوی ناورین د رامنځ ته کېدو لامل هم کېدای شي چې زیان به یې دواړه هېوادونه وګوري.

د غونډې یوه ګډونوال سیداکبراغا ازادي راډیو ته وویل:

"له یوې خوا ژمی راغی او له بلې خوا دوی ته هلته ډېر کم وخت ورکړل شوی و. په داسې لنډ وخت کې یو کډوال نه خپل دوکان، نه هم کور خرڅولای شي، نه خپلې پیسې را ټولوی شي. همدا ډول افغانستان هم په اوسني وخت کې چې له بندیزونو سره مخ دی، ښه اقتصاد نه‌لري. "

په کابل کې راټولو شویو دیني عالمانو او قومي مشرانو د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه هم خپره کړې چې په کې له پاکستان غوښتل شوي، د افغان کډوالو د جبري اخراج پرېکړه بېرته واخلي او د طالبانو د حکومت په ګډون د نړیوالو بنسټونو په مرسته د دوی د راستنولو لپاره یو منل شوی او معقول میکانیزم او پلان جوړ کړي.