ایچ آر ډبلیو: پاکستان افغانان ګواښي، ناوړه چلند ورسره کوي او افغانستان ته یې لېږي

له پاکستان څخه افغانستان ته د تلونکي افغان کډوال

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د پاکستان حکومت افغان کډوال ګواښي، ناوړه چلند ورسره کوي، توقیفوي یې او پرته له دې چې د ستنولو لپاره قانوني شرایط ورته چمتو کړي افغانستان ته یې لېږي که نه په جبري ډول یې باسي.

هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ ویلي چې په دې افغانانو کې ډېر داسې کسان هم شته چې په امریکا، بریتانیا، جرمني او کاناډا کې د ځای پرځای کېدو قانوني مراحلو ته سترګې په لاره دي.

د هیومن رایټس واچ بیان زیاتوي چې د پاکستاني چارواکو پرله‌پسې څرګندونو له افغان کډوالو سره د ځورونو، حملو او خپلسرو نیونو په ګډون د پولیسو ناوړه چلند وپاراوه.