افغانستان ته د اوښتو لپاره زرګونه افغانان د تورخم او چمن دروازو ته راټول شوي

افغانستان ته تلونکي افغان کډوال

د راپورونو له مخې د ډیورنډ پر کرښه د تورخم او چمن په دروازو کې لسګونه زره افغانان راټول شوي څو افغانستان ته واوړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اکټوبر په درېیمه د ۱،۷ میلیون افغانانو په ګډون په دې هېواد کې دېره ټولو غیرقانوني کډوالو ته ۲۸ ورځې مهلت ورکړ چې ووځي که نه په جبري ډول به وایستل شي.

فرانس‌پرېس خبري آژانس د تورخم په دروازه کې د یوه مسوول پاکستاني چارواکي ارشاد مومند له قوله خبر ورکوي چې وايي، له ۱۰ زرو زیات افغان کډوال نن سهار په لاریو او نورو موټرو کې هلته ورسېدل او افغانستان ته د اوښتو لپاره خپل وار ته انتظار کوي.

د چمن-سپين بولدک له لارې هم د زرګونه افغانانو د اوښتو خبرونه رارسېږي.