طالبانو د هرات زلزله ځپلو سره د تاجکستان مرستې وستایلې

د هرات زلزله ځپلي چې خیمو کې ژوند کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکستان د بشري مرستو مننه کړې او دا ګام یې د ډېر ستاینې وړ بللی دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د دغو مرستو لومړۍ جوپه چې تېره اوونۍ هرات ته رسېدلې، پکې خوراکي توکي، پوښاک، درمل او ځینې نور د بیارغونې او بېړني وضعیت د اړتیا وړ توکي شامل دي.

د هغه په وینا، دغه مرسته د افغانستان لپاره د تاجکستان د ولسمشر د استازي صاحب جان او په کابل کې د تاجکستان د سفارت د ډیپلوماتانو مل پلاوي له لوري په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې رسولو کمېسیون ته وسپارل شوه.

له دې مخکې د هرات له زلزله ځپلو سره د منځنۍ اسیا یو شمېر نورو هېوادونو هم مرستې کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبې وویل چې د هرات د ټولو ۳۹۴ اغېزمن شویو کلیو ارزونه شوې، ۷۳۰۰ کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړې، ۱۰۳ کسانو خواړه او ۴۳ زره کسانو موقتي سرپناوې ترلاسه کړي دي.

اوچا ویلي، د هرات له زلزله ځپلو سره تراوسه د ۲۴،۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنې شوي، خو نورو ۶۹،۳ میلیون ډالرو ته سمدستي اړتیا ده ترڅو د ژمي په اوږدو کې د ډېرو اغېزمن شویو خلکو مهمې اړتیاوې پوره کړي.