ایران: د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته مو د مرستو پنځمه جوپه استولې

د هرات د زلزله ځپلو خیمې

ایران وايي چې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته یې د مرستو پنځمه جوپه استولې ده.

ایراني رسنیو پرون د رضوي خراسان ولایت د چارواکو په قول وویل چې په دې مرستو کې چې ارزښت یې یولک امریکايي ډالرو ته رسېږي، کمپلې، کنسرف خواړه، وریجې اوغوړي شامل دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو یو وار بیا د هرات له زلزله ځپلو سره د نورې مرسته غوښتنه کړې ده.

په دې ولایت کې د اکټوبر له اوومۍ راهیسې پر له پسې زلزلې کېږي.

د وړمې شپې او پرون سهار په زلزلو کې لسګونه کسان نور ژوبل شول او یو شمېر کورونه ونړېدل.