د خوړو نړیوال پروګرام: هرات کې زرګونه زلزله ځپلي په سړه هوا کې پر سړکونو ویدیږي

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي چې پر سړکونو ویدیږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په هرات کې په زرګونو زلزله ځپلي کسان بهر، په سړه هوا کې ویده کېږي.

دغې ادارې په خپله اېکس شبکه کې نن لیکلي، چې دغه کسان د خپل ژوند د بیا احیا لپاره اضطراري مرستو ته اړتیا لري.

هرات ولایت له درېیو اوونیو راهیسې د زلزلو او د زلزلې د ټکانونو شاهد دی، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې نږدې ۱۵۰۰ کسان یې په نتیجه کې مړه شوي او شا و خوا ۲۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا وروستی راپور ښيي، چې په هرات کې د تېرو درېیو اوونیو زلزلو له کبله څه باندې ۲۱زره او ۵۰۰ کورونه، تر ډېره په انجیل او زنده جان ولسوالیو کې کاملاً ویجاړ شوي، یا هم زیانمن شوي دي.

د دې راپور له مخې، د زیانمنو شویو شمېر ۱۵۴زرو ته رسېږي او له دې ډلې ۱۱۴زره یې زیات زیانمن شوي، چې د مرستې رسونې په چارو کې لومړیتوب ورکړل شوی دی.