د یو شمېر نویو افغاني بانکنوټونو د وېش پيل؛ د بانکنوټونو د ښې ساتنې لپاره څه وکړو؟

یو شمېر افغاني بانکنوټونه- تصویر له ارشیفه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، د پنځه‌سویز او زرګون افغانۍ بانک‌نوټونو د راټولولو او بدلون بهیر یې پیل کړی دی.

دغه بانک د شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې چې پر خپله اېکس‌پاڼه یې خپره کړې لیکلي، دا نوټونه د افغانستان بانک په څانګو او ټولو سوداګریزو بانکونو کې په وړیا ډول بدلېږي.

اعلامیه کې زیاته شوې، دا بانکوټونه د خپل شکل، څېرې کېدو، پرې د رنګ توېیدو او یا هم لیکلو له امله د بدلون وړ دي.

خلک بیا وايي، افغانۍ بانک‌ نوټونه ډېر زاړه شوي او ډېر کله پرې را کړه ورکړه هم نه کېږي.

دوی تر ډېره له لسو تر سلو افغانۍ بانک نوټونه زاړه شوي ګڼي او وايي، نور د چلند وړ نه‌دي.

یو افغان صراف او بانکنوټونه - تصویر له ارشیفه

کابل مېشتی ارسلان وايي، د دې بانک نوټونو ساتلو ته د خلکو کمه پاملرنه او زړښت لامل شوی چې ډېرې پیسې له کارولو ولوېږي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

"هغوی چې توکي پلوري، پیسې د دې پر ځای چې سمې کېږدي، په جیب کې همداسې غورځوي. ډېر خلک پیسې په لاس کې نیسي او تر څو ګې دوکانونو ته راځي، بانک نوټ له‌منځه تللی وي. افغانۍ خلک د ډالرو په څېر نه ساتي. "

د بلخ معراج‌الدین بیا وايي، زړو بانک نوټونو په ډېرو برخو کې راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ کړې ده.

معراج الدین زیاتوي:

"کله چې له خلکو پیسې اخلې، اخر مالک یې ته یې. کله چې زړې پیسې دوکاندار ته ورکوو وايي، زړې پیسې سوداګر نه‌اخلي. خو کله چې ان له تاجر پیسې اخلې، په منځ کې یې زړې پیسې وي. "

دکابل یو دوکاندار ارین هم همدا ستونزه یادوي او زیاتوي، زاړه بانک نوټونه اوس د دوکاندارانو لپاره په یوې ستونزې بدل شوی دی.

ارین وایي:

"کله چې دوکان ته پېردونکي راځي، نه پوهېږو چې اوس ترې دا پیسې واخلوو او که نه، ځکه د پیسو بڼې بیخي تغییر کړی وي او دومره زړې شوي وي چې موږ یې بل چا ته ورکوو، نه یې اخلي. په ځانګړي ډول لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون افغانۍ. "

د اقتصادي چارو پوه وارث احمد احمدي باور لري، چې بانک‌ نوټ د یوه هېواد پېژندګلوي ده او باید خلک او دولت یې ساتنې ته بشپړ پام وکړي.

احمدي ازادي راډیو ته وویل:

" ټول باید د پیسو بکسه ولري. دولت باید نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي او زاړه بانک نوټونه له بازار را ټول کړي. "

دا هم یو افغان صراف او بانکنوټونه

ومو غوښتل د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک له چارواکو د زړو افغانس بانک نوټونو د راټولولو او تر خوا یې د نویو د چاپ په اړه نظر واخلو، خو د دغه بانک ویاند حسیب‌الله نوري د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنه ځواب نه‌ کړه.

د افغانۍ بانک نوټونو د زړښت مسله له ډېر پخوا روانه ده.

که څه هم څو ځلي بازار ته د نویو افغانیو د راوتو راپورونه خپاره شول، خو لا هم په بشپړ ډول زاړه بانک نوټونه نه‌دي ټول شوي.