له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو ناورین؛ تورخم او سپین بولدک کې بې سارې ګڼه ګوڼه ده

د سپین بولدک یوه څنډه

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو مهلت په چټکۍ سره رانژدې کېږي، د تورخم او چمن له دروازو څخه هېواد ته د کډوالو د راستنېدو راپورونه ورکول کېږي.

باختر اژانس چې طالبان یې اداره کوي، پرون د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت په حواله راپور ورکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا اته زره افغان کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګروملتونو اړوندو ادارو د جمعې په ورځ وویل چې له دوه میلیون زیات افغان کډوال په پاکستان کې اوسي چې له دې ډلې لږترلږه شپږ لکه کسان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د مهاجرت نړیوال سازمان IOM او د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ UNHCR ویلي دي چې د روانې اکتوبر میاشتې له 3 تر 15 نېټې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستانه وتلي، خو ډېری دا کسان وېرېږي چې له هېواده د وتلو په خاطر ونه نیول شي.

دې ادارو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د یوه بشري ناورین د مخنیوي لپاره مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي، د افغانانو د جبري ایستلو پالیسي بدله کړي.

IOM او UNHCR ویلي چې باور لري ډېری هغه کسان چې له پاکستانه ایستل کېږي او افغانستان ته ځي د غیرقانوني نیونو، شکنجې او د ناوړه چلند د نورو بڼو په ګډون د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخامخ کېږي.

طالبانو له دې مخکې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه رد کړي دي.

له پاکستانه ویستل شوي یو شمېر افغان کډوال

اروپايي ټولنې ویلي دي چې غواړي له IOM او UNHCR سره په ګډه ډاډ ترلاسه کړي چې هېواد ته ستنېدونکي افغانان ځانونه خوندي احساسوي او هغه ملاتړ چې اړتیا ورته لري ورته رسېږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ بېګا ناوخته پر اېکس شبکې ولیکل چې د دې هدف لپاره ۱۵ میلیون یورو اضافي مرسته ځانګړې کوي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له پاکستان او ایرانه زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي.

دې دوو هېوادو اعلان کړی چې غیرقانوني افغان کډوال باسي.

د پاکستان له خوا دې کډوالو ته ورکړل شوی مهلت د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې که شاوخوا اولس لکه غیرقانوني افغان کډوال له پاکستانه ونه وځي په زوره به وایستل شي.

یوه افغانه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هغه سخت حالت یادونه کوي چې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

هغه وایي:

"دې اعلامیې د افغان کډوالو پر ورځني ژوند ډېر ناوړه او منفي اغېز کړی. دوی په یوه ډېر سخت حالت کې شپې ورځې تېروي. نو موږ له ملګروملتونو هیله کوو چې زموږ اوسنۍ ستونزې په پام کې ونیسي او پر پاکستان فشار راوړي چې د دې اعلامیې په پلي کولو کې تجدید نظر وکړي."

هېواد ته د ستنیدونکو افغان کډوالو یو کاروان

په اروپا کې دېره یو شمېر افغانانو د پاکستان د پرېکړې په غبرګون کې پرون د هالنډ په پلازمېنه امسترډام کې مظاهره وکړه.

د دې اعتراض یوه تنظیموونکي قدرت الله علي خېل ازادي راډیو ته وویل:

"په دې لاریون کې زموږ غږ پر نړیوالو دا و، چې پر پاکستان فشار واچوئ چې له پښتونخوا او پنجاب څخه د افغانانو غیرقانوني ایستل بند کړي. افغانان په بد حالت کې دي او په افغانستان کې اوس هغه امکانات نه شته چې دوی خپل ژوند پرمخ بوځي. دا یو غیرانساني عمل دی او باید بند یې کړي."

د اسوشیتیدپریس په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې اوس مهال په تېره د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یو سخت بحران روان دی.

په راپور کې له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو او د پوهنتونونو د محصلانو نجونو پر تعلیم د بندیز یادونه شوې.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې ډېری ښځې او نجونې له کاره منع شوي او د هغوی پرمخ عامه ځایونو دروازې هم بندې دي.

همداراز پر رسنیو، فعالانو او مدني ټولنو محدودیتونه هم پرځای پاتې دي.