اسراییل: غزې ته استولي پلي ځواکونه مو لا هم هملته دي

د غزې یو تازه تصویر

اسراییل وايي چې د جمعې په شپه غزې ته استول شوي پلی سرتېري یې لاهم په ساحه کې دي.

د اسراییلو دفاع وزیر یوواف ګالانت Yoav Gallant پرون وویل سرتېري د ځمکې پرسر او تر ځمکې لاندې حملې کوي او د ده په وینا، تروریست فعالان چې په هره کچه وي، په هرځای کې په نښه کوي.

اسراییل د اکتوبر په اوومه پر خپل قلمرو د حماس د وسله والو د حملې او د اسراییلي چارواکو په وینا د ۱۴۰۰ کسانو د وژل کېدو په ځواب کې له درېیو اونیو راهیسې د حماس د له منځه وړلو په هدف هوايي حملې پیل کړي.

که څه هم د اسراییلو د پراخو ځمکنیو عملیاتو نښې تراوسه نه ښکاري، خو اسراییلو د غزې ۲،۳ میلیون اوسېدونکو ته ویلي دي چې د شمال له هغو سیمو دې ووځي چې د حماس جنګیالي د اسراییلو په وینا په ملکي استوګنځایونو کې پټېږي.

خو فلسطینیان وايي چې هېڅ ځای خوندي نه دی، ځکه د اسراییلو پوځ د دې ګڼ مېشتې تړانګې په جنوب کې هم پر کورونو هوايي حملې کوي.

پرون په داسې حال کې چې اسراییلي جټ الوتکو د غزې پر تړانګه نوره بمباري وکړه او د حماس د وسله والو پرضد یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړل، د دې کلابندې سیمې خلکو په ډېرې سختۍ له بهر سره تماس لاره.

په غزه کې د جمعې ورځې له ماښام راهیسې د ټیلفون او انټرنیټ خدمات تقریبا په بشپړ ډول قطع شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دې کار پړه پر اسراییلو اچولې ده ، خو اسراییلو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.