د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا سرېلانکا سره لوبه لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر غړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې سبا دوشنبې له سرېلانکا سره د سیالۍ ډګر ته ننوځي.

لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دولس بجو پلان شوې ده.

د سبا لوبه به په نړیوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه وي.

افغانستان تردې دمه ۵ لوبې کړي چې ۳ یې بایللي خو په دوو کې یې د انګلستان او پاکستان ځواکمنو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.

د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې پرون دوه لوبې وشوې.

لومړۍ لوبه اسټرالیا له نیوزیلنډ څخه د پنځو منډو په توپیر وګټله او په دوهمه لوبه کې بنګله دېش د ۶۷ منډو په توپیر هالنډ ته وبایلله.