د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د کندهار انګور بهر ته صادر شوي

د کندهار د انګورو تصویر له ارشیفه

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له کندهاره سږکال د څه باندې ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار انګور پر نورو هېوادونو سربېره کورنۍ بازار هم لري.

هغه زیاته کړه:

" تقریبا ۲۸۶۰۰ ټنه انګور راجسټر شوي او صادر شوي دي او په کور دننه هم د کندهار انګور تر ډېرو ځایونو پورې ځي. خو چې صادر شوي دي ۲۸۶۰۰ ټنه دي چې پنځلس میلیونه یوسل او اته پنځوس زره امریکايي ډالر ارزښت لري."

انګور او انار د کندهار د باغونو مهم محصولات دي چې هرکال افغانستان ته د میلیونونو ډالرو عواید راوړي.