د یوناما مشرې او د جاپان سفیر د هرات له زلزله ځپلو سیمو لیدنه وکړه

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

په کابل کې د جاپان سفیر او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشرې پرون د هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ.

په افغانستان کې د جاپان سفارت پر اېکس شبکې په یوه بیان کې ویلي چې هرات ته د جاپان د سفیر تاکویوشي کورومیا Takuyoshi Kurumaya او د یوناما د مشرې روزااوتونیایووا د سفر هدف دا و، چې په زلزله ځپلو کلیو کې د مصیبت ځپلو خلکو غږ واوري.

د بیان له مخې، جاپان د هرات له زلزله ځپلو سره نژدې څلور نیم میلیون ډالره مرسته کړې چې د خوړو د نړیوال پروګرام او نورو مرستندویو موسسو له خوا زلزله ځپلو سیمو ته استول شوې دي.

د اکتوبر په اوومه یوې سختې زلزلې د هرات ولایت اړوندې سیمې سختې زیانمنې کړې.

د ملګروملتونو د ارقامو له مخې، په دې زلزله او له هغې وروسته ټکانونو کې نژدې یونیم زره کسان مړه او شاوخوا دوه زره تنه نور ټپیان شول.