اسراییل: غزه کې مو ځمکني عملیات پراخ کړي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یوه څنډه

اسراییل نن شنبه وویل چې له پلیو ځواکونو او زغروالو وسایطو په استفاده یې په غزه کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي دي.

د دغو عملیاتو پر مهال له هوا او سمندرګي «پراخې» حملې شوي او د حماس ډلې سمڅې بمباري شوې ده.

دغه سمڅې پر غزه د واکمنې ډلې حماس، د ځپلو لپاره کلیدي اهداف ګڼل کېږي.

وروسته له هغې چې حماس ډلې درې اوونۍ مخکې پر اسراییل حمله وکړه، له هغې راهیسې پر غزه جګړه روانه ده.