د پاکستان د کراچۍ ښار زندانونه؛ افغان ناروغان پکې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

تصویر له ارشیفه، کراچۍ کې یو شمېر افغان بندیان

د پاکستان د کراچۍ ښار په زندانونو کې افغان ناروغان لازمو روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي چې په دوی کې د سرطان زړه او پښتورګو په ناروغۍ اخته کسان هم شامل دي.

اغلې کاکړ وايي، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې څخه تر اوسه له دغو ناروغانو ۵ کسان مړه شوي دي، خو نوموړې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د ناروغانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.

د اغلې کاکړ په خبره، دا مهال شا او خوا ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ په زندانونو کې دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبان حکومت تر کنترول لاندې افغان کونسلګري هم د دې خبرې په تائیدولو سره وايي، دا کسان باید خوشې او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.