هرات کې نن بیا زلزله شوې ده

زلزله ځپلی هرات، خلک اوس د نورو زلزلو له وېرې پر سړکونو ویدیږي

نن سهار بیا د هرات شمال لویدیځ کې یوه زلزله شوې ده.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د ارزونې په اساس د څلور اعشاریه پنځو درجې په ځواک دا زلزله سهار وختي له هراته ۳۵ کیلومتره لرې شوې چې عمق يې د ځمکې لاندې لس کیلومترۍ کې و.

دا زلزله په هرات کې د یو لړ مرګونو زلزلو په دوام شوې ده.

په هرات کې د اکتوبر په اوومه او یوولسمه او تر هغه وروسته ټکانونه وشول.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس هغو زلزلو په هرات کې شاوخوا یو نیم زر کسان مړه او دوه زره نور يې ټپيان کړل.