د اسراییل پوځ: غزه کې مو یو نیم سل اهداف ویشتلي

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یوه څنډه

د اسراییل پوځ نن ویلي، د دوی جنګي جټ الوتکو د غزې په شمال کې تر ځمکې لاندې ۱۵۰ اهداف ویشتلي دي.

دا حملې داسې وخت شوي، چې درې اوونۍ مخکې پر اسراییل د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ حمله شوې وه.

د اسراییل د پوځ په خبره په ویشتل شویو ساحو کې تروریستي سمڅې، تر ځمکې لاندې جنګي ساحې او اضافي زېربناوې شاملې دي.

د پوځ په وینا د دوی په حملو کې د حماس ډلې ګڼ «تروریستان» هم وژل شوي دي.

په غزې تړانګه او د اسرائیل په جنوب کې خبریالان وايي، چې نن هم راکټي او هوايي حملې دوام لري.

د اسراییل پوځ ویلي، په یوه حمله کې یې د حماس ډلې د هوايي حملو مشر عاصم ابو رکاب هم وژل شوی، چې پر اسراییل یې د اکتوبر د اوومې نېټې په حمله کې کلیدي رول درلود.

بلخوا په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له محاصره شويو خلکو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوې دي.