بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د ویستل کیدونکو افغان کډوالو په اړه بیا اندېښنه وښوده

له پاکستانه یو شمېر ویستل کیدونکي افغان کډوال

د بخښنې نړیوال سازمان نن په پاکستان کې د څه باندې یو میلیون او څلورلکه بې اسناده افغان کډوالو په باب اندېښنه وښوده، چې له هغه هېواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان په خپله اېکس شبکه کې لیکلي دغه شمېر کډوال د نوامبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان د ټاکل شوي مهلت له کبله د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دا د کډوالو له بشري حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو د خوندیتوب، سلامتۍ او اساسي خدماتو ته د لاسرسي په باب جدي اندېښنې ولاړوي.

دغه سازمان هم د پاکستان له حکومته پر خپله دغې پرېکړې د بیاکتنې او د نړیوالو بشري قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.

ځینو کډوالو شکایت کړی چې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي دي.