ملاله یوسفزۍ پاکستان ته؛ د طالبانو له لاسه درغلي افغان کډوال د ځورونو پرځای د عزت او خوندیتوب مستحق دي

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له پاکستانه د افغان کډوالو د ملاتړ او درناوي غوښتنه وکړه.

هغې تېره شپه په خپله اېکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، افغان کدوال چې د طالبانو د مجازاتو له کبله له خپل هېواده په وتو دي، د ملاتړ، عزت او خوندیتوب مستحق دي، نه د نورو خنډونو او ځورونې.

هغې لیکلي، د ملګرو ملتونو له غږ سره خپل غږ ملګری کوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د کډوالو د ډله ییز اخراج په باب پر خپله تګلاره بیاکتنه وکړي.

د پاکستان حکومت د روانې اکټوبر میاشتې تر پایه په دې هېواد کې مېشتو ټولو ناراجسټر شویو افغان کډوالو ته وخت ورکړی چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي، که نه دوی به یې پر ضد عملیات پیل کړي.

هاخوا د پاکستان په ځینو ښارونو کې د کډوالو لپاره لنډمهالي تاسیسات جوړ شوي چې کډوال تر نیول کېدو وروسته ورته لېږدول کېږي، بیا افغانستان ته اخراجېږي.