پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو زیاتوالی؛ اسلام اباد د کډوالو د ساتلو مرکزونه جوړ کړي

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام، د پاکستان حکومت د دغو کډوالو د ویستو او بندي کولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزارت سرپرست فېروز جمال د جمعې په ورځ( د اکتوبر ۲۷مه) فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، دا مرکزونه د کډوالو د اسانتیاوو په موخه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه:

" موږ د هغوی د اسانتیاوو لپاره ګڼ مرکزونه جوړ کړي. د بېلګې په ډول: که څوک له پنجاب، اسلام اباد یا بل ځای څخه راځي، تمرکز به یې ډېر پر پوله نه وي. هلته ظرفیت هم ډېر نه دی او نه باید پوله کې ګډوډي رامنځته شي."

د بشري حقونو فعالان وایي د دغو مرکزونو د رامنځته کولو موخه، د افغان کډوالو د جبري ویستلو د لړۍ چټکول دي.

د دوی په باور، د دغو مرکزونو له جوړولو سره بندي کیدونکي افغان کډوال همدغو مرکزونو ته لېږدول کیږي او د پخوا برعکس محکمو ته نه معرفي کیږي او کدوال د مدافع وکیل د لرلو حق نه لري.

تاکنون صد ها خانواده افغان مجبور شده اند پاکستان را ترک کنند

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان د حکومت دا ګام د قانون خلاف دی.

کاکړ زیاتوي:

" دا د پاکستان د اساسي قانون خلاف او غیر انساني عمل ګڼل کیږي، ځکه موږ شاهد وو چې د سپټمبر له ۱۵ مې راهیسې تر ۱۵۰۰ زیات کډوال ونیول شول او د دوی ۸۰ سلنې د استوګنې کارتونه لرل."

ویل کیږي چې دمګړۍ د سند ایالت په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو نیول روان دي او په ځینو سیمو کې دغه کډوال د استوګنې د قانوني اسنادو له لرلو سره- سره نیول کیږي او افغانستان ته استول کیږي.

د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو، د دغه هېواد د بشري حقونو د کمیسیون په نوم یو لیک لیکلی او پکې د افغان کډوالو د بشري حقونو د نقض د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان د خلکو ګوند پخوانی سناتور فرحت الله بابر، د ملي جمهوري غورځنګ ګوند غړی او پخوانی سناتور افراسیاب خټک ، د جماعت اسلامي ګوند سناتور مشتاق احمد او د بشري حقونو فعالې آمنه مسعود جنجوعه په ګډه دا لیک چمتو کړی او له پاکستان څخه یې د افغان کډوالو د جبري ویستو پر پریکړې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

تحصن کننده ها در منطقه مرزی چمن پاکستان

له دې سره، هم مهاله په چمن- سپین بولدک دروازه کې د پاکستان د هغې پریکړې خلاف اعتراضونه روان دي چې افغانانو ته یې د راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرل حتمي کړي.

دا اعتراضونه د اکتوبر له ۲۱ مې پيل شوي دي.

معترضان وایي چې د دغې غوښتنې تر لغوه کیدو به یې اعتراضونه دوام ولري.

پاکستان د اکتوبر میاشتې تر پایه چې درې ورځې ورته پاتې دي، په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتو مهلت ورکړی او ویلي چې په خپله خوښه دې افغانستان نه ووځي، کنه د نومبر له لومړۍ وروسته به یې په زوره وباسي.

د پاکستان د اټکل له مخې، په دغه هېواد کې ۱،۷ میلیونه افغان کډوال په ناقانونه توګه ژوند کوي.

د پاکستان یاده پریکړه د طالبانو د حکومت ترڅنګ د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هېوادونو له نیوکو سره مخ شوې ده، خو پاکستان د دغې پریکړې پر عملي کیدو ټینګار کړی او ویلي، نرمښت پکې نه شي راوستلی.