غزه کې هوایي او ځمکنیو عملیاتو زور اخیستی

د غزې د وروستیو عملیاتو یوه څنده

وروسته له دې چې د اسراییل دفاع وزارت په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو د پراخېدو خبره وکړه، په غزه کې د اسراییلي ځواکونو هوايي بمبارۍ زور اخستی.

د هوايي بمبار له ډېرېدو سره د پراخې مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

بل‌خوا په غزه کې مخابراتي خدمات بند شوي او له محاصره شويو خلکو سره ټیلفوني اړیکې پرې شوي دي.

په همدې حال کې د سکاټلنډ لومړي وزیر حمزه یوسف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د غزې د مخابراتو د پرې کېدو له امله یې په غزه کې له خپلې محاصره شوې کورنۍ سره اړیکه قطع شوې ده.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو د پراخېدو له اعلان سره سم، حماس هم ویلي چې د دوی وسله‌وال چمتو دي چې په بشپړ ځواک د اسراییل له بریدونو سره مقابله وکړي.

حماس دا ادعا هم کړې چې وسله‌والو یې له اسراییلي عسکرو سره په څو ځایونو کې نښته کړې.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو سمدستي د بشري مرستو رسولو لپاره په غزه کې اوربند ته رایه ورکړې چې ۱۲۰ هېوادونو تایید کړې، خو ۱۴ هېوادونو منفي رایه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسوونکو ادارو په ګډون، ډېرو هېوادونو هر څه ژر د مرستو رسولو غوښتنه کړې.