امریکا د ایران د سپاه پاسداران ډلې یو شمېر غړي د بندیزونو په لېست کې شامل کړل

د متحدو ایالتونو بیرغ

د امریکا متحدو ایالتونو د ایران د سپاه پاسداران پر څو مخکښو غړو تازه بندیزونه اعلان کړل.

دغه اقدام د حماس ډلې د تمویل شبکې د له منځه وړلو یوه هڅه ګڼل شوې ده.

د امریکا د خزانې وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې د حماس یو مشر په ایران او یو شرکت په غزه کې د بندیزونو په فهرست کې شامل کړای شوي دي.

په یوه جلا اعلامیه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د حماس ډلې د جنګیالیو د روزنې او ملاتړ له کبله څو کسان د بندیزونو په فهرست کې شامل کړای شوي.

ایران پر اسرائیل د حماس ډلې له خوا د اکتوبر میاشتې د اوومې نېټې حملې ستایلي او تل د حماس ډلې کلیدي ملاتړی پاتې شوی دی.