د فرانسې ولسمشر په غزه کې د « لنډ مهاله بشري اوربند» غوښتنه وکړه

د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون پرون جمعه د حماس او اسراییل ترمنځ د لنډمهاله «بشري» اوربند غوښتنه وکړه چې په غزې تړانګه کې د ملکیانو د خوندیتوب ته زمینه برابره شي.

مکرون د تروریزم په وړاندې د مبارزې لپاره د اسراییل حق، د دې تر څنګ بشپړې محاصرې، بې توپیره بمباریو او د پراخو ځمکنیو عملیاتو لرلید ته اشاره وکړه چې ملکیانو ته خطر پېښولی شي.

د فرانسې ولسمشر په غزه کې چې د اکتوبر پر ۷مه د حماس تر حملې وروسته د اسراییل له بمباریو سره مخامخه ده، د ملکیانو د خوندیتووب لپاره د لنډمهاله بشري اوربند غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د روغتیايي کارکوونکو لومړۍ جوپه پرون جمعه غزې ته ننوتله.

دا له کله چې د اکتوبر له ۷مې هلته جګړه پیل شوې ده، د دې کمېټې لومړۍ ډله ده چې سیمې ته رسېږي.