یوناما: د بشري حقونو د فعالانو او مدافعانو پر خوندیتوب کار کوو

تصویر له ارشیفه، طالبان او یو شمېر ښځینه فعالانې

د ماشومانو د تعلیم د فعال مطیع اله ویسا له خوشې کېدو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما ویلي چې د بشري حقونو د مدافعانو او فعالانو پر خوندیتوب کار کوي.

یوناما تېره شپه په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د افغانستان د اوسنیو حاکمانو له خوا، د قلم لار ټولنې د مشر ښاغلي ویسا خوشې کېدل، یو مثبت او د ستایلو وړ ګام دی.

د مطیع اله ویسا ورور، عطا اله ویسا ازادي راډیو ته ویلي چې ورور یې د طالبانو په توقیف کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته تېره پنج شنبه خوشې شو.

خو د بشري او د ښځو د حقونو ځینې فعالان لکه: ژولیا پارسي او ندا پرواني لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او د نړیوالو له غوښتنو سره- سره نه دي خوشې شوي.