پاملرنه موسسه: د هرات زلزله ځپلو سره دې زیاتې مرستې وشي

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو یوه څنډه

په افغانستان کې د پاملرنې نړیوالې موسسې په هرات ولایت کې له زلزله ځپلیو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د دې ادارې مسوول ګراهام دَویسون پرون جمعه په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر خپله اېکس شبکه یې خپره کړې ویلي، د مرګ ژوبلې تر څنګ په دې زلزله کې شا و خوا ۴۴زره کسان په مستقیم ډول له دغو زلزلو زیانمن شوي دي.

له دې سره جوخت د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په هرات کې ۳۷زره زلزله ځپلي کسان، د دوی له روغتیايي مرستو برخمن شوي دي.

د دې سازمان په وینا، په وروستیو زلزلو کې د هرات زنده جان، انجیل، کشک رباط رسنګي، ګلران، کوهسان او خپله هرات ښار زیات زیانمن شوي دي.

بلخوا: په سلګونو زیانمنو شویو کورنیو په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستو له کموالي شکایت کړی او ویلي یې دي، د دوی اصلي ستونزه د خوړو، پاکو اوبو، سرپناه او روغتیايي خدماتو کموالی دی.