د دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان ضمانت رد شو

عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان کې د سلب اعتماد د رایې په نتیجه کې له واکه لیرې شو په لسګونه نورو قضیو کې هم تورن دی.

د پاکستان یوې محکمې د دولتي اسرارو د افشا کولو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان ضمانت رد کړ.

د خان مدافع وکیل نعیم پنجوتا نن پر ایکس شبکې ولیکل چې سترې محکمې د نوموړي د خوشې کېدو ضمانت او د دې قضیې د فسخ کولو غوښتنه رد کړل.

عمران خان تورن دی چې تېر کال یې په واشنګټن کې د پاکستان د پخواني سفیر له خوا استول شوي محرم اسناد افشا کړي دي.

خان دا تورونه رد کړي او وايي، د دې اسنادو منځپانګه مخکې رسنیو افشا کړې وه.

عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان کې د سلب اعتماد د رایې په نتیجه کې له واکه لیرې شو په لسګونه نورو قضیو کې هم تورن دی.