امریکايي چارواکو د طالبانو له بنده د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د خوشې کېدو هرکلی کړی.
د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر ایکس شبکې په یوه بیان کې لیکلي چې د ویسا، د هغه چا چې د نجونو د تعلیم په پلوي د درېدو په خاطر باید هېڅکله نه وای نیول شوی د خوشې کېدو لپاره د خوښۍ احساس کوي.
مېرمن امیري یوځل بیا د ټولو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې چې د دې په وینا، په زړورتیا سره د خپل حق د دفاع لپاره د درېدو په خاطر په ناحقه نیول شوي.
همداراز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د ویسا د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ لیکلي چې دی د بشري حقونو د ټولو فعالانو خوشې کېدل غواړي.
مطیع الله ویسا د طالبانو په بند کې د ۲۱۵ ورځو له تېرولو وروسته پرون خوشې شو.
طالبانو نوموړی د حکومت پرضد د خپلسرو اقداماتو په تور بندي کړی و، خو د ویسا کورنۍ دا تورونه رد کړي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې لسګونه مدني فعالان، معترضې ښځې، د ښځو د حقونو فعالانې او خبریالان نیولي چې د راپورونو له مخې ځینې فعالان، له هغې ډلې ژولیا پارسي او ندا پرواني لاهم د طالبانو په بند کې دي.