د سپین بولدک- چمن پر دروازه د محدودیتونو پر وړاندې د زرګونه کسانو پرلت دوام لري

Migration Pakistan Afghanistan

د سپین بولدک-چمن پر دروازه له ویزې پرته د خلکو پر تګ راتګ د محدودیت د لیرې کولو په هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د زرګونه کسانو پرلت دوام لري.

اعتراض کوونکو د چمن لویه لاره بنده کړې ده او له اسلام آباد څخه غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د پاکستان د موقت حکومت اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د چارشنبې په ورځ په چمن کې له معترضانو سره وکتل او غوښتنه یې ترې وکړه چې پرلت پای ته ورسوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي چې دا اعتراض به تر هغه وخته دوام وکړي چې د پاکستان حکومت خپله پرېکړه بېرته نه وي اخیستې.

د پاکستان موقت حکومت د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې په دې هېواد کې دېره غیرقانوني بهرني کډوال به وباسي او د اطلاعاتو وزیر یې اڅکزي افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې ونه وځي نو شتمنۍ او جایدادونه به یې ضبط شي.