له پاکستان څخه بریتانیا ته ۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي ولېږدول شول

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا حکومت پرون له اسلام اباده دوه سوه افغان پناه غوښتونکي په یوه چارټر الوتکه کې بریتانیا ته انتقال کړل.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا هغه افغانان دي چې بریتانیا ورسره د ویزې ورکولو ژمنه کړې ده.

دا له پاکستانه بریتانیا ته د تلو په تمه د انتظارو افغانانو لومړنی پرواز و.

د راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون بریتانیا ته د لېږدولو په شرایطو برابر شاوخوا ۳۲۵۰ تنه په اوس وخت کې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په هوټلونو او مېلمستونونو کې اوسي.

د بریتانیا حکومت په پام کې لري چې په څو الوتنو کې دغه افغانان د ډسمبر میاشتې تر پایه بریتانیا ته ولېږدوي.

د بریتانیا حکومت دغه اقدام داسې مهال کوي چې د پاکستان په هغه هېواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د دوی په وینا د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د روانې اکټوبر میاشتې ترپایه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي که نه په زوره به یې وباسي.