امریکا له اوکراین سره د ۱۵۰ ميليون ډالرو په ارزښت نوې مرسته اعلان کړه

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وویل چې په دې بسته کې د پرمختللو ځمکې نه هوا ته د توغندیو سیستمونو لپاره اضافي مهمات، د سټینګر توغندي، او د لوړو توغندیزو سیستمونو لپاره اضافي مهمات شامل دي.

امريکامتحده ایالتونو پرون له اوکراين سره نوې مرستې اعلان کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وويل چې د دې مرستو ارزښت ۱۵۰ ميليونو ډالرو دی.

هغه زیاته کړه چې دا مرستې له مخکې تصویب شوې وې.

اخوا د امریکا دفاع وزارت پنټاګون وویل چې په دې بسته کې د پرمختللو ځمکې نه هوا ته د توغندیو سیستمونو لپاره اضافي مهمات، د سټینګر توغندي، او د لوړو توغندیزو سیستمونو لپاره اضافي مهمات شامل دي.

د امریکا د مرستو په دې بسته کې د جیولین ضد زغره وال سیستمونه، د کوچنیو وسلو له ۲ میلیونو څخه زیات مرمۍ، او د ژمي په مخه البسه شامله ده.