د حماس ډلې یو پلاوی مسکو ته تللی

د حماس ډلې یو شمېر غړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د حماس وسله والې ډلې یو پلاوی مسکو ته تللی چې له روسي چارواکو سره د غزې پر وضعیت خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا ویلي، دا تاییدوي چې د فلسطیني حرکت استازي د مسکو په سفر بوخت دي.

د زخروا په خبره، همدا پرون پنجشنبه د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر علي باقري کني هم مسکو ته سفر کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د حماس د دغه پلاوي مشري د هغوی سیاسي مشر موسی ابو مرزووق کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته راپور ورکړی چې د حماس له استازو سره د برمته شویو اسرایلیانو په خوشې کېدو، د بهرنیو پر تخلیې او د اوربند پر اړتیا خبرې شوي دي.

اسراییل د اکټوبر په ۷مه وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس وسله والو پر اسراییلو زرګونه توغندي وتوغول او وسله وال یې د اسراییل خاورې ته دننه شول.