د ماشومانو د زده کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا د طالبانو له بنده ازاد شو

Your browser doesn’t support HTML5

عطاالله ویسا د خپل ورور مطیع‌الله ویسا له خوشې کېدو څو شېبې وروسته ازادي راډیو ته د هغه خوشې کېدل تایید کړل. مطیع‌الله ویسا د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر خلاف کمپاین پیل کړی و او دغه راز په وروستیو کلونو کې یې په لرې پرتو سیمو کې لسګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه.