د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې انګلستان او سريلانکا لوبه لري

د انګلستان یو لوبغاړی د یوې مخکېنۍ لوبې پر مهال

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن انګلستان او سريلانکا لوبه لري.

دا لوبه د بنګلور په لوبغالي کې ترسره کېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا هالنډ ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه.

په نړیوال جام کې هند د خپلو پنځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې لري په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام دی.

تر دې وروسته جنوبي افریقا او نیوزیلنډ له پینځو څخه څلور سیالۍ کې ګټلي، خو سوېلې افریقا د منډو وروستي تناسب یا 'نېټ رن رېټ' زیاتوالي له کبله پر دویم او نیو زیلنډ پر درېیم مقام دی.

اسټرالیا په شپږو پواینټونو پر څلورم او پاکستان په څلورو نومرو پر پنځم مقام دی.

افغانستان هم له پنځو څخه دوه سیالۍ ګټلي، څلور پواینټه لري، خو د کم نېټ رن رېټ له وجې پر شپږم مقام دی.

د افغانستان بله لوبه د اکټوبر دېرشمه له سریلانکا سره ده.

افغان لوبډلې خپله وروستۍ سیالي له پاکستانه وګټله چې په پراخه کچه وستایل شوه.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکټوبر له پنځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي.

په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.