امریکا تر ژمي مخکې افغان زیانګالو سره مرسته کوي

په هرات کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو خلکو سره د مرستو د دوام خبر ورکوي.

د امریکا سفارت نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د سفارت سرپرست اډم سینټر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې کیلي کلیمینټس سره کتلي او ورسره یې په دې اړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ څانګه او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او مهاجرینو اداره په څه ډول کولای شي په افغانستان کې تر ټولو زیانګالو افغانانو ته د مرستو او نورو وسایلو په لېږدولو کې ګډ کار وکړي، خبرې کړي.

د امریکا سفارت ویلي چې په دغو مرستو کې چې اندازه یې نه ده ښودل شوي او هغه به له ژمي مخکې دغو خلکو ته رسوي، په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرستې هم شاملې وي.

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ستر مرستندویه پاتې شوی او تراوسه یې له دې هېواد سره د څه باندې دوه میلیارد ډالرو بشري مرسته کړې ده.