روسیې او چین په امنیت شورا کې د امریکا وړاندیز شوې د پرېکړه‌لیک مسوده ویتو کړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

روسیې او چین پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل او حماس د جګړې په اړه د امریکا له‌خوا وړاندې شوې د پرېکړه‌لیک مسوده ویتو کړه او متحدو ایالتونو او بریتانیا هم په دې اړه د روسیې له‌خوا وړاندې شوې د پرېکړه‌لیک مسوده رد کړه.

د امریکا له‌خوا وړاندې شوه مسوده چې په غزه کې روان ناوړه بشري بحران ته په ځواب ویلو څرخېده، متحده عربي اماراتو یې هم پر ضد رایه ورکړه، خو د دې شورا لسو غړیو یې ملاتړ وکړ.

برازیل او موزمبیق د دې پرېکړه‌لیک مسودې ته له رایې ورکولو ډډه وکړه.

وروسته د امنیت شورا د روسیې له‌خوا د وړاندې شوي پرېکړه‌لیک پر مسودې چې د بشري دلایلو پر اساس یې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کوله، رایې واخیستې.

دې مسودې ته روسیې، چین، متحده عربي اماراتو او ګابون مثبتې رایې ورکړې، خو د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا هغه ویتو کړه.

د دې شورا نهو نورو غړیو ورته له رایې ورکولو ډډه وکړه.