یونېسف: په ننګرهار کې د پولیو شپږمه مثبته پېښه هم ثبت شوه

د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لا هم په افغانستان کې تیت دی او سږ میلادي کال یې شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

یونېسف د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دغه شپږ واړه مثبتې پیښې په ننګرهار کې رامنځته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په ګوزڼ د اخته شویو شپږو ماشومانو له ډلې یو ماشوم مړی شوی، یو هغه یې فلج ته نږدې، خو څلور یې بېرته د رغېدو په حال کې دي.

یونېسف له ګوزڼه د ماشومانو د ژغورنې یوازېنۍ لاره د واکسین تطبیق بللی دی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې همدا اونۍ د افغانستان په څورلسو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین ترسره شو.