بایډن: په منځني ختیځ کې باید د افراطي وسله‌والو بریدونه ودرېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییل د حماس د اوومې نېټې له برید وروسته په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي استوګنځایونو د اوسېدونکو د غچ اخیستونکو بریدونو پر وړاندې خبرې وکړې.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د اسټرالیا له صدراعظم انټوني البانیس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دغو استوګنو د افراطي اوسېدونکو له‌خوا بریدونه په منځني ختیځ کې پر اور د پټرول شیندلو په معنی دي او هغه باید ودرېږي.

د نوموړي په خبره له دغو برید کوونکو سره باید حساب کتاب وشي.

بایډن یوځل بیا ژمنه وکړه چې د اسراییل ـ فلسطین د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د دوو دولتونو د حل لارې په اړه به کار ته دوام ورکړي.