د اسراییلو او ملګرو ملتونو سرمنشي ترمنځ لانجې؛ ګوټېرېش: خبرې مې غلطې تعبیر شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د اسراییلو او حماس د جګړې په تړاو د هغه خبرې غلطې تعبیر شوي دي.

د غزې د جګړې له شدت سره همهاله د اسراییلو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ترمنځ لانجې زیاتې شوي دي.

ګوتیریش وایي، د هغه خبرې غلطې تعبیر شوي او هیڅکله یې د حماس وسله والې ډلې بریدونه توجیه کړي نه دي.

هغه پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، دغو تعبیرونو دی بوږنولی دی.

نوموړي زیاته کړه: "دا خبره په بشپړ ډول غلطه ده چې ما دې د حماس کوم ترهګریز اقدام توجیه کړی وي. زما دریځ د دې خلاف و. د پرونیو خبرو په سر کې ما په ښکاره وویل چې پر اسراییلو د اکټوبر په ۷مه نېټه د حماس ترهګریز او بې ساري اقدامات غندم. هېڅ شی نه شي کولای چې د ملکیاتو د عمدي وژنې، ټپي کولو او برمته نیونې لپاره اقدامات او توغندي وارول توجیه کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د سه شنبې ورځې په خبرو کې یې چې امنیت شورا کې یې درلودې، د فلسطین د خلکو پر زیانونو بحث کړی دی.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د فلسطین د خلکو درد او رنځ نه شي کولای د حماس مرګوني بریدونه توجیه کړي.

د ګوټېرېش له پرونیو څرګندونو مخکې اسراییل وویل چې دا ډول خبرې او دریځونه د ترهګرۍ توجیه کول دي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهین د همدې څرګندونو له کبله له انټونيو ګوټېرېش سره پلان شوي لیده کاته لغوه کړل.

کوهین د اسراییل د پوځ له راډیو سره په خبرو کې ویلي، هېواد یې له دې وروسته د ملګرو ملتونو استازو ته ویزې نه ورکوي.

له دې لانجو سره همهاله په غزه کې د اسراییل بریدونه ډېر شوي او دغلته بشري ناورین هم پراخ شوی دی.

پر غزې د اسراییلو د بریدونو یو انځور. October 12, 2023

غزه په بشپړ ډول د اسراییلو له خوا کلابنده ده او هلته د تېلو نشتوالي د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

په غزه کې خواړه، اوبو او دارودرمل هم ډېر کم شوي چې ورسره بشري ناورین پراخ شوی دی

اسراییلو د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې پر غزې پرله پسې بریدونه پیل کړي چې د غزې د عامې روغتیا په وینا تراوسه په کې ۶۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

د اسراییلو خواته بیا د ۱۴۰۰ کسانو د وژلو راپور ورکړل شوی او شاوخوا دوه سوه اسراییلیان حماس وسله والو له ځان سره غزې ته برمته بیولي دي.

د اسراییلو او حماس د جګړې اوربند ته پرله پسې غوښتنو او غزې ته د مرستو لپاره د یوه دهلیز د جوړېدو هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې او برعکس اسراییل ویلي، د حماس تر له منځه وړلو پورې به یې جګړه دوام وکړي.