طالبانو په مالیزیا کې مېشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېشلو د پیل ادعا وکړه

د افغانستان د پاسپورټ تصویر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار وزارت په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ د ویشلو د لړۍ د پیلېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د پاسپورټونو د چاپ او ویشلو دغه لړۍ د دې وزارت د قونسلۍ ریاست او په مالیزیا کې د افغانستان د لوی سفارت د هڅو په ترڅ کې پیل شوه.

هغه زیاته کړې چې په مالیزیا کې د سفارت سرپرست نقیب الله احمدي په دې مناسبت مراسمو کې په مالیزیا کې مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به د قونسلۍ خدمات په شفاف او چټک ډول وړاندې کېږي.

په دې اړه چې په اوس وخت کې څومره افغانان په مالیزیا کې اوسي، څه نه دي ویل شوي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د روان میلادي کال د اګست د میاشتې تر پایه په هغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر۳۱۲۰ تنه ښودلی دی.

اسټرالیا ته د تلونکو افغانانو یوه لاره هم له مالیزیا تېرېږي.