غزه؛ د اسراییلو پرونیو هوایي بریدونو ډېر خلک په کورونو کې تر خاورو لاندې کړل

د غزې د پرونیو بمباریو یوه څنډه

اسراییل پرون سې شنبې په غزه کې هوایي بریدونه زیات او د هستوګنې په ودانیویې کې ډیرې کورنۍ ترخاورو لاندې کړې.

د غزې روغتیایي چارواکو د تیرې ورځې په بمباریو کې د سلګونو فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکړ او ویې ویل، روغتیایي تاسیسات هم د بمباریو او د بریښنا د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د حماس د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د شپې له خوا په غزې تړانګه کې د اسراییلي جت الوتکو پراخ هوایي بریدونو دوام درلود.

د بمبارۍ له امله د مړو زیات شمیر د اسراییل او فلسطین ترمنځ د لسیزو کړکېچ په ترڅ کې بې ساری دی.

په غزه کې به د مړو شمیرلا زیات شي، ځکه اسراییل له پلان سره سم په سیمه کې ځمکني عملیات پیل کړي.

د اسراییل پرجنوبي ښارونو د حماس له لوري د اوکتوبرد اوومې له برید وروسته چې اسراییل غزه کلابنده کړې، ۲،۳ ملیون وګړي یې د خوراکي موادو، اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.