غزه کې د اسراییلو د هوایي بریدونو پر مهال د ۷۰۰ فلسطینیانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی

د وروستیو بمباریو یوه څنډه

د غزې په تړانګه کې د روغتیا وزارت وايي چې د تېرې شپې په ترڅ کې د اسراییلو په هوايي حملو کې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند اشرف القِدره په یوه بیان کې دا د غزې له کلابندۍ وروسته د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییلو په بمباریو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره بللې.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس ډلې له برید وروسته په تېرو دوو اونیو کې د اسراییلو په هوايي حملو کې د ۲۳۶۰ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۵۷۹۱ کسان وژل شوي دي.