گوترش: د غزې د جګړې دواړو غاړو له نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه کړې

انتونیو گوتریش سرمنشی سازمان ملل متحد

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اسرائیل او حماس تر منځ په جګړه کې له نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه د سرغړونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په جګړه کې ښکېله هېڅ ډله له قانون څخه پورته نه ده.

ګوترش دغه څرګندونې پرون سه شنبه (اکتوبر۲۴) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په داسې حال کې وکړې چې اسراییل پر غزې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي غزې ته د بشري مرستو رسولو د اسانتیا لپاره د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړه.

ګوتریش تر اوسه غزې ته د درېیو مرستندویه کاروانونو د تېرېدو هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې دا مرستې ډېرې کمې دي.

د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په ګډون لوړ پوړي ډیپلوماتان راټول شوي وو، چې مخکې یې د اوربند غوښتنه رد کړې وه.