بنېټ له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په ویستو اندېښنه وښوده

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر، ریچارد بنېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر له پاکستانه د لکونو افغانانو د ایستلو په پلان باندې اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بنېټ سه شنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، له ګڼو دغو افغانانو سره یې له نږدې خبرې کړي چې د ځورونو، ناقانونه نیونو او زور زیاتي څخه شکایتونه لري.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان د تازه پلان په اساس ښايي تر یو میلیون او څلور لکه افغانان له دغه هېواده وایستل شي چې په ډله کې یې ګڼ خلک د ځان د خوندیتوب لپاره افغانستان پرېښی وو.

بنېټ ټينګار وکړ، د سیمې هېوادونه باید هغه افغانان ونه باسي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته یې نورو بهرنیو هېوادونو کې یې د پناه لپاره غوښتنې ورکړې دي.