په اندونېزیا کې د افغان پنا غوښتونکو وضعیت؛ عقیل علي ولې ځان وواژه؟

عقیل علي هغه افغان کډوال چې په اندونېزیا کې یې ځان وواژه

د عقیل علي په نوم یوه افغان پناغوښتونکي د اندونیزیا د تانجونګ پینانګ ښار د کډوالو په یوه کمپ کې ځان وژلی.

د دغه ۲۸ کلن افغان پناغوښتونکي یو ملګری حسین عزیزي ادعا کوي چې عقیل علي د پناغوښتنې د پروسې د اوږدېدو له امله په وروستیو کې په ژور خپګان اخته شوی و او رواني حالت یې ښه نه و.

هغه د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عقیل د یکشنبې په شپه په یوه ونه کې ځان راځړولی و.

عزیزي زیاتوي:

"کله چې د شپې ډوډۍ تهرانغی، موږ ورته زنګ وواهه، ټیلیفون یې ځواب نه کړ. پام مو ورته و چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې رواني حالت ښه نه و، غلی و. د استوګنځي شاوخوا یې پسې وګرځېدلو، له بده مرغه د والیبال په میدان کې یې په یوه ونه کې ځان راځړولی و او هلته مو د هغه جسد پیدا کړ."

حسین عزیزي زیاتوي چې عقیل علي له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اندونیزیا د تانجونګ پینانګ ښار د کډوالو په کمپ کې اوسېده او هیله یې درلوده چې په یوه هېواد کې د پناغوښتونکي په توګه ومنل شي.

دغه ۲۸ کلن افغان پناغوښتونکی چې د غزني ولایت اوسېدونکی و، د جنازې مراسم یې د سې شنبې په ورځ په تانجونګ پینانګ ښار کې د افغان کډوالو له خوا ترسره شول او د ملګرو په وینا یې، جسد به یې د کورنۍ غړو ته چې په استرالیا کې دي، وسپارل شي.

عقیل علي په اندونیزیا کې لومړنی افغان پناغوښتونکی نه دی چې ځان وژني؛ بلکې په یاد هېواد کې د ځینو افغان کډوالو د ادعا له مخې، یو شمېر نورو افغانانو هم د ژور خپګان او رواني ستونزو له امله ځان وژنه کړې.

په اندونيزيا کې مېشت پناغوښتونکي وايي، په بد وضعېت کې دي او د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون هېڅوک یې وضعيت ته پام نه کوي.

د عقیل علي جسد

په اندونیزیا کې یوه پنا غوښتونکي حسن احمدي ازادي راډیو ته وویل:

"پولیس له خلکو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي، وهي یې، هېڅوک له پولیسو پوښتنه نه کوي. اندونیزیا وايي چې موږ د کډوالو په وړاندې هېڅ ژمنتیا نه لرو، د کار حق نشته او کډوال دلته د بندیانو په څیر دي."

یو بل پنا غوښتونکی جواد رباني وایي:

"په اندونیزیا کې له پناغوښتونکو سره دا ناوړه او غیر انساني وضعیت باید پای ته ورسېږي او پناغوښتونکي ژر تر ژره له دغه حالت څخه وژغورل شي. اساسي غوښتنه د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ او د پناغوښتونکو له نورو اړوندو ادارو څخه ده."

هڅه مو وکړه په اندونیزیا کې د افغان پناغوښتونکي عقیل علي د ځان وژنې د علت او د افغان پناغوښتونکو د ستونزو په اړه په اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت د ویاند طارق ثاني نظر هم واخلو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ښاغلي ثاني د روان کال د غبرګولي په مياشت کې ازادي راډيو ته ویلي و چې په اندونيزيا کې د افغان کډوالو د ستونزې په اړه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنري (UNHCR) سره خبرې کړې دي او هغوى ډاډ ورکړى چې د ټولو پناغوښتونکو دوسیې به منل کېږي.

په اندونیزیا کې مېشتو افغان پناغوښتونکو د خپلو ستونزو د هواري لپاره تر اوسه څو ځلې خپل غږ پورته کړی او حتی د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې یې لاریونونه کړي چې په ځینو مواردو کې د پولیسو له تاوتریخوالي سره هم مخ شوي دي.

په اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د ۱۲ زره کډوالو او پناه غوښتونکو له ډلې شاوخوا ۷ زره یې افغانان دي.

دا یوازې اندونیزیا نه ده چې افغان پناغوښتونکي په کې د نامعلوم برخلیک او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کوي؛ په پاکستان کې هم یوازې په روان کال کې دریو ځوانانونو ځان وژنه کړې.