پاکستان نه کرکټ ګټل؛ په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو احساسات څنګه وو؟

CRICKET-WORLDCUP-PAK-AFG/

د کریکټ د یوورځنیو لوبو د نړیوال جام پر مهال د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبدلې د تېرې شپې بری د افغانانو لپاره له هیجان او ولولو ډکه وه.

په هند کې یو شمېر افغان لوبغاړو هم دا بری په نڅا او اتڼونو ونمانځه.

دوی چې د هند له بېلابېلو سیمو چنای ښار ته راغلي وو ازادي راډیو ته وویل، په مسافرت کې یې د کریکټ د لوبې له لیدو خوند واخیست.

افغان زده‌کړیال باسط چې په هند کې زده کړې کوي، ازادي راډیو ته وویل:

"ډېره خوندوه او عالي لوبه وه. موږ پاکستان ته په نړیوال جام کې ماتې ورکړه، یعنې موږ ډېره وړتیا لرو. انګلستان ته مو هم ماتې ورکړې وه. ډېر خوښ یم او خوښي مو په میدان کې له لوبغاړو سره هم یو ځای ونمانځله. "

د صلاح الدین په نوم یوه بل زده کړیال وویل:

" ټولو هېوادوالو ته دا بریا مبارک. موږ له بنګلور چنای ته راغلوو. رحما‌ن‌‌الله ګربز عالي لوبه وکړه."

افغان لوبغاړي د خوشالۍ پر مهال

یو شمېر نورو افغانانو بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کریکټ لوبه په لویو سالونونو او سکرینونو لیدلي او خپله خوښي یې په ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده.

یو شمېر هندیانو هم له افغانانو سره یو ځای د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بری نمانځلی.

یوه هندۍ وګړې سوننګتیا ازادي راډیو ته وویل، دا چې افغانستان لوبه وګټله، ډېره خوشحاله شوې ده.

هغې زیاته کړه:

"زه له خپلو ملګرو سره د هند له بنګلور چنای ته راغلم، څو د افغانستان او پاکستان لوبه وګورم. افغان لوبغاړو ډېره عالي لوبه وکړه. زه ډېره خوښه یم چې دا لوبه مې ولیده. "

تېره لوبه کې پاکستان بیټنګ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې دا هدف د دوو لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړه او په روان نړیوال جام کې یې خپله دویمه بریا ثبت کړه.

له دې وړاندې افغان لوبډلې انګلستان ته هم ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به راتلونکې اوونۍ د اکټوبر په ۳۰مه سریلانکا سره لوبه وکړي.