مرتضی بهبودي د افغانستان د رسنیو پر وضعیت سختې نیوکې وکړې

افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي

افغان- فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې له بنده خوشې شو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت سخت انتقاد کړی.

۲۹ کلن بهبودي د روان کال په جنوري کې افغانستان ته د سفر په دوهمه ورځ هغه مهال ونیول شو چې د کابل پوهنتون د محصلانو د یوې غونډې په اړه یې راپور برابراوه.

نوموړي چې ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و، پرون په پاریس کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تېرې لس میاشتې یوازې د شکنجې میاشتې وې.

هغه ادعا وکړه چې په زندان کې ساتونکو واهه، د داعش ډلې غړو غوښتل چې دی زېندۍ کړي او د طالبانو د استخباراتو کسانو تحقیقات ترې کول.

مرتضی بهبودي چې په افغانستان کې زېږیدلی، په ۲۰۱۵ کال کې فرانسې ته کډوال شو او هلته یې د ګیتې نیوز په نوم خبري ویبپاڼه جوړه کړه.